افغانان له پاکستانه د ژمنو پلیتوب غواړي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

               د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني په داسې مهال افغانستان ته رسمي سفر کړی چې په کور دننه د پاکستان حالات له بل هر وخته زیات د کړکیچ او تاوتریخوالي په لور درومي . پاکستان کې د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ او همداراز د سترې محکمې او لومړي وزیر رضا ګیلانې تر منځ اړیکې تر ډېره بریده ترینګلي شوي دي . د پاکستان سترې محکمې اعلان کړی چې لومړي وزیر ګیلاني به د ولسمشر اصف علي زرداري پرخلاف د فساد د دوسیې په نه پرانستلو کې د پاتې راتلو په تړاو مسووله وګڼي . محکمې د فبروري په دوهمه نېټه وویل چې د ګیلاني محاکمه به د فبرورۍ په دیارلسمه پیل کیږي . که لومړی وزیر محکوم شو نو کېدای شي شپږ میاشتې بندي او د صدارت له مقامه لېري شی .

بلخوا د پاکستان د خصوصي تلویزیون جیو ، د خبر له مخې په هغه هیواد کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان جمعیت علما او د عبدالغفور حیدري په مشرۍ د اسلامي جماعت مذهبي ګوندونو  په پنجاب کې د ګجرانواله سیمه کې دوه ورځې مخکې د اصف زرداري د حکومت د سیاستونو په مخالفت لویه غونډه جوړه کړې وه . دا مذهبي ګوندونه پوځیانو او ای ایس ای سره نږدې اړیکي لري او همدغه ګوندونه د پوځ او استخباراتو لپاره وګړي چمتو کوي او ورپېژني چې پوځ يي بیا په افغانستان او کشمیر کې د جګړې لپاره استوي . 

په دې توګه د پاکستان پوځ او ای ایس ای غواړي د زرداري په مشرۍ ملکي حکومت یوخوا د سترې محکمې چې پوځ سره خواخوږي لري او بلخوا د مذهبي توندلارو په مټ له کړکیچ سره مخ او روسته يي په اسانه رانسکور او د یوه مذهبي ــ پوځي واکمنۍ لپاره لاره اواره کړي .

حنا رباني کابل ته په خپل سفر کې د پاکستان د نورو ملکي لوړ پوړو چارواکو پشان ، افغانانو ته څوغوړې خبرې د تحفې پتوګه پخپل دستکول کې تاوې کړې راوړي ، نوموړې وايی « اجازه راکړۍ چې ووایم ، پاکستان د افغانستان پرضد هیڅ پټ پلان نه لري » خو لږ روسته بیا وايی « هیواد یې تیار دی چې طالبان او نورې یاغي ډلې په افغانستان کې د جګړې د پایته رسولو لپاره خبرو اترو ته وهڅوي خو دا کار یوازې هغه وخت کولی شي چې افغانان د شخړې د پایته رسېدو پر یوې طرحې موافقې ته ورسېږي. »

اوس که له حنا رباني وپوښتل شي دا چې دوی طالبان او نورې یاغې ډلې خبرو اترو ته هڅولی شي ، دا یاغي ډلې او طالبان چیری میشت دی ؟ که دا ډلې د دوی تر ساتنې او ملاتړ لاندې نه وي ، نو بیا څنګه پر دې ډلو دوی اغیز لري ؟ کله چې د اسلامي ګوند پلاوی د خبرو اترو لپاره کابل ته راغی ، له کومه ځایه يی کابل ته حرکت وکړ ؟ له خبرو روسته بیا چیرته ولاړ ، د افغانستان کوم ځای ته او یا پاکستان ته ؟

دغه طالبان چې اوس قطر ته ځي راځي ، له کومې خاورې ځي او پاخه ادرسونه يی چیري دي ؟ د کویټې شورا چیری ده ؟ پر کویټه څوک حکومت کوي ، پنجاب که بل څوک ؟ حقاني په وزیرستان کې چا دېره کړی او د هغه سړیخواره څوک روزي او وسلوال کوي يي ؟

کابل ته د حنا رباني د راتګ سره سم  BBC  یو رپوټ خپور کړ ، دا رپوټ لاندې لوستلای شۍ 

« بي بي سي د طالبانو د حالت په اړه د ناټو يو راوتلى پټ سند تر لاسه کړى دى. دا رپوټ د نړيوالو ځواکونو او افغان حکومت لپاره ځورونکي مطالب لري. په رپوټ کې ادعا شوې چې طالبان د پخوا په څېر نه ايلېدونکي دي، مخامخ ورسره د پاکستان ملاتړ دى . په کابل کې د بي بي سي خبريال کوېنټن سمروېل وايي دا رپوټ په لومړي ځل د پاکستان د پوځي استخباراتو – آى اېس آى او طالبانو اړيکي په بشپړ ډول بربنډوي. رپوټ آن دا تور لگوي هغه ياغيان چې د امريکاييانو او افغانانو په وژنه کې ښکېل دي، د پاکستان د استخباراتو په څنگ کې اوسي. »

په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف ځواکونو ویندوی ډګرمن جیمي کمینګز د دې سند موجودیت تایید کړ.

ده وویل:« دا سند د طالبانو له نیول شویو بندیانو څخه د تحقیقاتو په نتیجه کې برابر شوی.دا کوم تحقیقي او تحلیلي سند نه دی. »

خو رباني کهر د ناټو دا راپور رد کړ، هغه یې په نوي بوتل کې زاړه شراب وبلل او ویې ویل « دا ډول تورونه په ځلونو – ځلونو لګول شوي. پاکستان د هرې هغې طرحې ملاتړ کوي چې د افغانستان حکومت یې د سولې لپاره وړاندې کړي. تاند »

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په ۲۶ مه  « هم ځينو طالب وسله والو ويلي وو چې پاکستاني عسکرو روزلي دي » په دې وروستيو کلونو کې متحد ايالات تر بل هر کله ډير په دې باوري شوي چې پاکستان په پرله پسې توگه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي . پاکستان دغه ادعاوې نه مني خو نوي شواهد ښيي چې کيسه بله ده. »

داسې ښکاري چې اغلې کهر افغانستان ته ، پر پاکستان د زیاتېدونکی تورونو د سپيناوي لپاره سفر کړی وي .

بلخوا دا چې وايي پاکستان د هغې طرحې ملاتړ کوي چې د افغانستان حکومت يي د سولې لپاره وړاندې کړي ، غواړي د افغان دولت مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو په اړه د افغانستان او لویدیځ تر منځ بېلتون ته لمن ووهي . 

همدارنګه حنا رباني په خپلو خبرو کې یوه بله شیطاني هڅه هم کوی ، نوموړې ددې خبرې تر څنګ چې طالبان او نورې یاغي ډلې به خبرو اترو ته وهڅوی ، زیاتوي « خو دا کار یوازې هغه وخت کولی شي چې افغانان د شخړې د پایته رسېدو پر یوې طرحې موافقې ته ورسېږي. »

دلته نوموړې د پاکستان د شیطاني سیاست د یوې پلې کوونکې په توګه غواړي د طالبانو او یاغي ډلو له ملاتړ سربېره د افغانستان په دننه کې هم ځانته د خبرو کولو واک ورکړي .

د افغانانو د څو لسیزو او په تېره بیا د روستۍ لسیزې د پلپسې ټینګار روسته اوس نړیوال په دې پوه شوي چې د ترهګرو د پالنې او روزنې ځالې په پاکستان کې دي . نن چې نړیوالو په پاکستان پسې رااخیستې، تر څو چې پاکستان په صفا ټکو کې د طالبانو او نورو یاغیانو په تړاو خپل پخوانۍ پالیسې ونه غندي او له هغې لاس پر سر نه شي ، د پاکستان د چارواکو په غوړو او پوچو خبرو باید افغانان تېر نه وځي !

افغانان اوس د افغانستان په تړاو له پاکستاني چارواکو عمل غواړي نه تشې خبرې او خوشې ژمنې !

پاکستان په دواړو جبهو یانې په کشمیر او افغانستان کې مذهبي توندلارو ته اړتیا لري ، ډېره به سخته وي چې په اسانه د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي .

څو غوړې او پوچې خبرې به د نړیوالو د تېرایستلو لپاره دلته ، هلته کله ناکله کوي ، خو تر هغو چې د افغانستان په اړه د تیري او لاسوهنې ستراتیژي بدله نکړي ، په هسې خبرو اړیکي نه رغیږي !

د پاکستان ملکې چارواکي په مهمو پالیسیو کې د ای ایس ای او پوځ له سلا پرته پخپل سر یو ګام هم نه شي پورته کولای .

له بده مرغه پاکستان کې لومړۍ خبره تل پوځ کړې او اوس ي هم کوي !

د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ دوهمه


February 3rd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات